بشری خیریه موسسه (OHW) یو غیر انتفاعي، غیر دولتي او غیر سیاسي سازمان دی چې په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د اقتصاد وزارت سره (د ثبت شمېر ۱۰۱۴) ثبت شوی دی. OHW په افغانستان کې د بې وزلو، زیانمنو او حاشیهيي ټولنو لپاره د فقر د کمولو، د ژوند د ښه والي او د ټولنیز عدالت د ترویج لپاره کار کوي.
زموږ لید دا دی چې د بې وزلو، زیانمنو او حاشیهيي خلکو لپاره هوساینه ښه شي او فقر کم شي.
زموږ ماموریت د بې وزلو او زیانمنو خلکو د هوساینې ښه کول دي، د دې له لارې چې د هغوی د معیشت د ښه والي او اساسي خدماتو ته د لاسرسي لپاره فرصتونه رامنځته، برابر او ترویج کړو، او همدارنګه د هغوی بنسټیز حقوق پرته له نژاد، قومیت، جنسیت، مذهب او سیاسي باور څخه تضمین کړو.